شاته

د پاکستان سترې محکمې د پي ټي ایم یو مشر خوشی کړ

پاکستان کی سترې محکمې امر کړیدی چې د پښتون تحفظ یو مشر عالمزیب خان محسود دې په ضمانت خوشی کړل شي

عالمزیب محسود د پاکستان د کراچۍ په ښار کې پولیسو سږ کال د جنورۍ په ٢١ نیټه د پاکستان د پوځي ادارو د بدنامولو په تور نیولی و او د دغه ملک دوو محکمو یې د ازادیدو عریضه رد کړي وه.

د ښاغلي محسود وکیل سترې محکمې ته وویل چې تر اوسه پورې د محسود قضیه په رسمي توگه نده اوریدل شوي.

په عالمزیب محسود تور و چې هغه په کراچۍ کې د جنورۍ په ٢٠ په یو ې غونډې کې د پوځ ضد وینا کړی وه او خلک یې د ملي ادارو ضد تشدد ته پارولی و.

د پښتون تحفظ تحریک مشرانو دغه تورونه رد کړي و.

پاکستاني پولیسو د عالمزیب خان برسیره د پښتون تحفظ تحربک په لسگونو پلویان نیولې و چې یو یې پکې د تحریک بل مشر طاهر خان دی.

د سترې محکمې پریکړه وایي چې پولیسو په هغه د لگیدل شوې تورونو په اړه مکمل شواهد نه دی وړاندې کړي.