شاته

کیم ټرمپ ته بلنه ورکړه چې شمالي کوریا ته ورشي

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ ته بلنه ورکړې ده چې پیونګ یانګ ته ورشي.

راپور وایي چې د شمالي کوریا مشر دا لیګ د روان ۲۰۱۹ کال د اګست په وروستیو کې استولی دی او له ولسمشر ټرمپ سره یې د خبرو هيله هم ښودلې ده.

په خپله ولسمشر ټرمپ هم په همدغو ورځو کې ویلي وو چې له ښاغلي کیم څخه یې یو ښکلی لیک ترلاسه کړی دی.

په همدې حال کې د شمالي کوریا یو چارواکي ویلي دي چې ښايي د امریکايي او شمالي کوریا د چارواکو ترمنځ ژر غونډه وشي، خو د ځای او دقیق وخت په اړه یې څه نه دي ویلي.

د دواړو هېوادونو مشرانو د ۲۰۱۸ کال د جون له میاشتې راهېسې درې ځلې سره لیدلي دي او د شمالي کوریا د اتومي پروګرام له کبله د پیدا شوي کړکیچ پر حل لارو چارو غږېدلي دي.

د دوی دوې غونډې رسمي وې او درېیمه یې د جون د میاشتې په ۳۰ نېټه د شمالي او جنوبي کوریا په غیر نظامي سیمې کې وه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لا په دې اړه څه نه دي ویلي.