شاته

غني له مناظرې ډډه وکړه او عبدالله یې بي پلانه شخص وباله

ټاکل شوې وه چې د ولسمشرۍ د ټاکنو دوه کاندیدان محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله په کابل کې د اریانا په خصوصي تلویزون کې سره په یوې مناظرې کې برخه واخلي، خو ښاغلي غني مناظرې ته له ورتلو ډډه وکړه.

د محمد اشرف غني انتخاباتي ډلې (دولت ساز) په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د ښاغلي عبدالله په انتخاباتي کمپاین کې "د افغانستان د نجات لپاره کوم جدي او هر اړخیز پلان" نه دی مشخص شوی او تر څو چې ښاغلی عبدالله د خپلو پلانونو په اړه خلکو ته معلومات ورنکړي، "د دولت ساز ټیم د هغه سره د مناظرو ځنډولو پرېکړه کړې ده."

د دولت ساز ټیم دا هم ویلي دي چې د ښاغلي عبدالله انتخاباتي ډله د ټاکنو د مبارزې اخلاق په پام کې نه نیسي او شخصي تورونه لګوي.

په همدې حال کې ښاغلي عبدالله چې یوازې مناظرې کې ولاړ و، ښاغلی غني "فراري" وباله او وویل چې په ډېرو مسایلو کې رښتیا نه وايي. هغه وویل دا د ښاغلي غني لپاره یوه ښه فرصت و چې د خپلو څرګندونو او پلانونو په اړه یې معلومات ورکړي وای.

د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنې د سپتمبر په ۲۸ کیږي خو لا کاندیدانو په یوې مناظرې کې هم برخه نه ده اخیستې. د جمهوري ریاست په ټاکنو کې اولس کاندیدان سره په انتخاباتي مبارزو بوخت دي.