شاته

ملگري ملتونه: د برما مسلمانان د 'نسل وژنې جدي گواښ' سره مخ دي

ملگري ملتونه وایي چې په میانمار یا برما کې پاتې روهینگیایي مسلمانان "د نسل وژنې له جدي گواښ" سره مخامخ دي.

په برما کې د ملگرو ملتونو د حقیقت موندنې پلاوي د دوشنبې په ورځ سپتمبر ١٦ (وږي ٢٥) خبرداری ورکړ چې د برما د پوځ له لاسه د یو میلیون روهینگیایي مهاجرو شویو کسانو بیرته ستنیدنه "ناممکنه" ده.

دغه پلاوي چې د میانمار د پوځ د بشري حقونو د سرغړونو په اړه اسناد راټول کړي د یو رپوټ په خپرولو ویلي دي چې د میانمار حکومت "د مسلمان اقلیت د نسل وژنې" په وجه باید په لوړپوړو نړیوالو عدلي مراجعو کې د قانوني تعقیب لاندې ونیول شي.

پدغه رپوټ کې راغلي دي چې د روهینگیایي مسلمانانو په وړاندې د شکنجې، تیري او بد چلند کولو سربیره په ٢٠١٧ کال کې په راحین ایالت کې د میانمار د پوځ په عملیاتو کې ددغه اقلیت شاوخوا ۴٠زره کورونه په بشپړه توگه ړنگ شوي دي.

په رپوټ کې همداشان راغلي چې د میانمار د پوځ عملیاتو کې په زرگونه روهینگیایي مسلمانان وژل شوي او څه دپاسه ٧۴٠زره روهینگیایان بنگله دیش ته په تیښته اړ شوي دي.

د ملگرو ملتونو د حقیقت موندنې پلاوي په رپوټ کې چې ټاکل شوې د سه شنبې په ورځ سپتمبر ١٧ د ملگرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته سپارل کیږي راغلي دي چې د دولتي مقاماتو په گډون د څه دپاسه ١٠٠ کسانو لست برابر شوی چې په میانمار کې یې "د مسلمانانو په نسل وژنه، بشر ضد جنایتونو او جنگي جنایتونو" کې لاس درلودلی دی.

د میانمار پوځ د ملگرو ملتونو ددغه پلاوي د رپوټ موندنې رد کړي او هغه یې یو اړخیز گڼلی دی.

د میانمار د پوځ ویاند زاو مین تون، د فرانس پرس اژانس ته ویلي چې "د یو اړخیزو تورونو پر ځای هغوی (ملگري ملتونه) دې ساحې ته لاړ شي او واقعیت دې په خپلو سترگو وگوري".

خو بیا هم د میانمار حکومت تر اوسه د ملگرو ملتونو پلاوي ته اجازه نده ورکړې چې دغه هیواد او یا ددې هیواد د راحین ایالت ته سفر وکړي.