شاته

ټرمپ: طالبان نه پوهېږي چې څنګه ځان وژغوري

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، طالبان دا مهال تر بل هر وخت تر سختو بریدونو لاندې نیول شوي دي.

ښاغلي ټرمپ تېره شپه د «سپټمبر پر ۱۴مه» پخپله یوه تازه ټویټ کې ویلي، طالبان پوهېږي چې د سپټمبر پر ۵مه یې په کابل کې پخپل موټر بم برید سره، چې د یو امریکايي په ګډون یې ۱۲ تنه ووژل لویه تېروتنه یې کړې ده، خو نه پوهېږي چې څنګه ځان وژغوري.

نوموړي ویلي:"طالبان دا مهال تر بل هر وخت تر سختو بریدونو لاندې نیول شوي دي، د یو امریکايي په ګډون د ۱۲ تنو وژل ښه اقدام نه و، د مذاکراتو لپاره نورې ښې لارې هم وجود لري،طالبان پوهېږي چې یوه لویه تېروتنه یې کړې ده اوس نه پوهېږي چې څنګه ځان وژغوري."

ولسمشر ټرمپ پر داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې، د راپورونو له مخې یو درې کسیز طالب پلاوی د سولې خبرو تر بندېد وروسته پر افغان سولې د بحث او سلا مشورو لپاره د تېرې جمعې په ورځ روسیې ته تللی و.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین چې په دغه پلاوي کې شامل و، د روسیې ټاس خبري اژانس ته ویلي و، چې د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره یې پر افغان سولې خبرې کړي دي.

ضمیر کابلوف تېره اونۍ پخپلې یوې مرکې کې ویلي، روسیه غواړي له طالبانو سره د خبرو لغوه کېدو په اړه له امریکايي چارواکو سره خبرې وکړي.

که څه هم ویل کېږي، طالبان هڅه کوي، د روسیې او چین په همکارۍ امریکا یو ځل بیا خبرو ته حاضره کړي، خو د افغان حکومت ویاند صدیقي صدیقي تېره ورځ وویل، چې د طالبانو وروستي سفرونه به نتیجه ورنه کړي.

ولسمشر ټرمپ د روانې سپټمبر میاشتې پر ۷مه له کابل کې د طالبانو د موټر بم په غبرګون کې له طالبانو سره د سولې مذاکرات لغوه اعلان کړل.

دغه موټر بم برید چې د یو امریکايي په ګډون یې ۱۲ افغان وګړي ووژل ولسمشر ټرمپ د طالبانو یاد کار د سولې خبرو په جریان کې د طالبانو د کاذب فشار راوړل وبلل.

نوموړي یاد برید ته په غبرګون کې په امریکا کې له لوړپوړو طالب چارواکو او افغان ولسمشر غني سره لیدنه فسخه کړه او همدارنګه یې د سولې خبرې هم لغوه اعلان کړې.