شاته

د افغان پریمیرلیګ قضیه لویې څارنوالۍ ته واستول شوه

د افغانستان د کرکټ په شل اوریز لیګ کې د فساد او درغلیو له راپورونو وروسته د دغه لیګ دویم دور وځنډول شو.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې دا قضیه یې لویې څارنوالۍ ته استولې ده. په همدې حال کې د تېر لیګ له تنظیموونکي شرکت (SnixerSports) سره هم د اې پي ال لیګ سیالیو قرارداد لغوه شوی دی.

د کرکټ بورډ په اعلامیې کې ویل شوي دي: "د افغانستان کرکټ بورډ له سنکسر کمپنۍ سره یاد قرارداد د تېر کال د کلني فیس د نه ورکړې او د لیګ چارو په روڼتیا کې د شته اندېښنو له امله فسخ کړ؛ د قرارداد پر بنسټ ټاکل شوې وه چې سنکسر سپورټس به افغانستان کرکټ بورډ ته د لیګ د لومړي پړاو ټول فیس د لیګ د پای ته رسېدو ۱۵ ورځې وروسته ورکړي چې د نهو میاشتو په تېرېدو سره بیا هم نه دی ورکړل شوی."

څو میاشتې مخکې د کرکټ نړیوالې شورا په افغان پریمیرلیګ کې د فساد او درغلیو په اړه اندېښنه ښودلې وه او په دې اړه یې یو راپور خپور کړی و. ویل کیږي چې په دغه لیګ کې سلګونه زره ډالر درغلي شوې ده.

اعلامیه وايي "د افغانستان کرکټ بورډ ادارې غوره وبلله، د لا ډېرو څېړنو په موخه قضیه د لویې څارنوالۍ عالي ادارې ته ولېږدوي، ترڅو د قضیې ټول اړخونه په مسلکي او روڼ ډول وڅېړل شي. "

بورډ وايي د پریمیرلیګ دویم پړاو تر راتلونکي کال وځنډول شو او په راتلونکي کې به یې ټولې چارې د "ازادې سیالۍ له مخې" ترسره شي.

د افغانستان شل اوریز غوره لیګ لومړی پړاو په متحدو عربو اماراتو کې و چې پنځو لوبډلو په کې برخه لرله.