شاته

په پښتو، دري او انګلیسي ژبو د افغان اتلانو انځوریز کتاب چاپ شو

د افغان اتلانو انځوریز کتابونه په افغانستان کې د لمړي ځل لپاره د افغانانو لخوا چمتو او چاپ شوی دی.

د شوب فلم جوړوني شرکت چې په کابل کې فعالیت لري وايي چې د افغانستان ځوانانو او ماشومانو ته د نړۍ مشهورو اتلانو انځوریز کتابونه چاپ کوي.

په دغه کتاب کې ماشومانو، ځوانانو او نورو ته د افغانستان تاریخي څېرې او روایتونه په ساده او تصویري بڼو چاپ شوي دي. ژبه یې هم روانه او تاریخي تسلسل هم په کې په پام کې نیول شوی دی.

د دغه ادارې یو چارواکي محسن امین امریکا غږ ته د نوي چاپ شوي کتاب په اړه معلومات ورکړل.

د محسن امین وايي "غواړو د دې کتابونو او فلمونو له طریقه د ژور خیال او په سینمايي نړۍ کې د شته شونتیاوو په مټ افغانستان د یو با ارزښته جغرافیايي نقطې او د ژور تاریخي شالید لرونکي هیواد په توګه نړیوالو ته وروپيژني. د افغانستان تاریخ نړیوالو ته د سینما او هنر د لارې نه هم معرفي کړي."

دغه ډله د یوې پروژې په شکل د اتلانو انځوریز کتابونو ترڅنگ فلمونه هم جوړوي چې د افغانستان د رامنځته کیدو د څرنګوالي کیسې ته ځانګړې کړې او پیل ېې د میرویس خان هوتک له دورې شوی دی.

محسن امین د امریکا غږ د ځوانو هيلو په خپرونې کې میلمه و. دا خپرونه ګالیا نورستانۍ چلوي، دلته یې اورېدلی شی:

please wait

No media source currently available

0:00 0:21:52 0:00