شاته

افغان ځواکونو د بدخشان دریمه ولسوالۍ هم له طالبانو ونیوله

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د بدخشان ولایت کران او منجان ولسوالي یې نن د چهارشنبې په سهار بېرته له وسله والو طالبانو څخه نیولې ده.

دا په روانه اونۍ کې د بدخشان دریمه ولسوالي ده چې دفاع وزارت یې له طالبانو څخه د بېرته نیولو خبر ورکوي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي نن چهارشنبه د سپټمبر ۱۱مه «وږې ۲۰مه» امریکا غږ ته وویل، چې کران او منجان ولسوالي یې د هوايي او ځمکنیو عملیاتو پرمهال د ولسي پاڅونوالو په مرسته نیولې ده.

نوموړي زیاته کړه:"کران او منجان ولسوالي نن سهار د ولسي پاڅونوالو او د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي او ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې له طالبانو ونیول شول."

نوموړي زیاته کړه، چې افغان ځواکونو د یادو عملیاتو پرمهال د لاجوردو کان هم له طالبانو څخه نیولی دی.

وسله والو طالبانو د تېرې زمري میاشتې پر دوهمه نېټه کران او منجان ولسوالۍ تر یوې اونۍ نښتو وروسته نیولې وه.

د فاع وزارت وايي، د دغه ولسوالۍ د بېرته نیولو پرمهال وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان دفاع وزارت د تېرې شنبې او دوشنبې په ورځو تر پنځو او څلورو کلونو وروسته د بدخشان د وردوج او یمګان ولسوالیو د نیولو خبر هم ورکړ.

دفاع وزارت وايي، دا مهال یوازې د بدخشان د پنځو ولسوالیو په اطرافو کې طالبان حضور لري چې پر ضد یې عملیات روان دي.

طالبانو تر دا مهاله د کران او منجان ولسوالۍ په اړه تبصره نه ده کړې.

بلخوا طالبانو تېره ورځ د بدخشان په ګاونډي ولایت تخار کې د ینګي قلعه او درقد ولسوالۍ ونیولې.

افغان چارواکي او طالبان پر داسې مهال له او بل څخه د ولسوالیو د نیولو خبر ورکوي، چې د افغان سولې په اړه خبرې په ټپه درېدلي دي.