شاته

موږ به هېڅکله د سپتمبر۱۱ هېره نکړو- ټرمپ

نن د سپتمبر په ۱۱ نیټه امریکا د خپلو وژل شویو وګړو یاد تازه کوي.

د ۲۰۰۱ کال په همدغه ورځ د القاعده ډلې غړو په نیویارک کې له دنګو ودانیو سره الوتکې وجنګولې.

امریکایي چارواکي وایي شاوخوا ۳۰۰۰ کسان په دغو بریدونو کې وژل شوي او زرګونه نور ژوبل شوي دي.

د القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن د طالبانو واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې ژوند کاوه. له دغه برید وروسته د طالبانو نظام نسکور او په افغانستان او سیمې کې یې لوی بدلونونه راغلل.

ټاکل شوې چې نن په نیویارک کې د ړنګو شویو ودانیو په ځای کې د وژل شویو کسانو خپل او خپلوان را ټول او د هغوی یاد تازه کړي. د امریکا په نورو ښارونو کې هم په بریدونو کې د وژلو شویو امریکایانو یاد تازه کیږي.

په واشنګټن کې به ولسمشر ټرمپ د دفاع په وزارت”پنټګان“ کې په دې اړه په رسمي مراسمو کې برخه اخلي. ښاغلي ټرمپ په خپل ټویټر کې لیکلي دي: "موږ به هېڅکله هم ۰۱‍/۱۱/ ۹ هېر نکړو. "

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو لیکلي دي چې شل کاله وروسته یې هم دا ورځ په ذهن کې ده. هغه په خپل ټویټر کې لیکلي: "..... زه په دې باور یم چې موږ باید په سم ډول د ترهګرۍ مخه ونیسو. ولسمشر ټرمپ هم دا خبره درک کړې ده. موږ باید د تروریزم د خطر د مخنیوي لپاره د متحدو ایالتونو سرچینې په سم ډول وکاروو. "

پر امریکایانو سربېره دا ورځ په افغانستان کې هم د ډېرو په یاد ده. افغان چارواکو په رسمي ډول له امریکایانو سره د دغې ورځ په غم کې ځانونه شریک ګڼلي.

د افغانستان د ملي یوالي د حکومت اجرایي مشر عبدالله عبدالله په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې له خپلو متحدینو سره دا ژمنه تازه کوي چې بیا به هېڅ ترهګر ته اجازه ورنکړي چې " زموږ له هېواد څخه د نړۍ پر کومې برخې" برید وکړي.

د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي هم په خپل ټویټر کې د دغې پېښې یادونه کړې ده او طالبان یې ګرم بللي چې هغه مهال یې د القاعده ډلې مشر ساتلی و او امریکا ته یې ونه سپاره.

د ۱۱/۰۹ بریدونه د امریکا په تاریخ کې یوه لویه پېښه بلل کیږي. له دغو بریدونو وروسته د امریکا ولسمشر جورج ډبلیو بش د ترهګرۍ پر ضد جګړه اعلان کړه چې په نتیجه کې یې په افغانستان کې د طالبانو نظام ړنګ شو.

له هغې پېښې ۱۸ کاله تېر شول خو لا هم امریکا په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې ښکیله ده. په دغې جګړې کې په لسګونو زره افغانانو سربېره شاوخوا ۲۴۰۰ امریکایي سرتېري هم ووژل شول.

په دې وروستیو کې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو سره یوې هوکړې ته نژدې شوې و چې د امریکا دا اوږده جګړه ختمه کړي، خو ولسمشر ټرمپ دا خبرې لغوه کړې.