شاته

ټرمپ یو ځلې بیا د کشمیر په مسله د منځگړیتوب وړاندیز وکړ

د امریکا ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې د پاکستان او د هند تر منځ د دوو اونیو نه د روان تشنج په کچه کې کمي راغلي ده خو د دواړو ملکونو ترمنځ د اړیکو ښه کولو لپاره مرستې ته تیار دی.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي دي چې هغه د پاکستان او هند دواړو سره د ملگرتیا اړیکې لري او که دغه دواړه هیوادونه وغواړي نو هغه یې مرستې ته تیار دی او دواړه ملکونه پوهه دي چې ما ورته دغه وړاندیز کړیدی.

ولسمشر ټرمپ د دې نه مخکې هم د کشمیر په مسله د منځګړیتوب وړاندیز کړیدی.

د امریکا ولسمشر ټرمپ لمړني ځل د کشمیر په مسله د منځګړیتوب وړاندیز هغه وخت کړی و چې روان کال د جولایي په میاشت کې د پاکستان صدراعظم عمران خان واشنګټن ته سفر کړی و.

د هند لخوا د ولسمشر ټرمپ دغه وړاندیز ته عکس العمل ندی ښودل شوی خو هند پرله پسې وایي چې د کشمیر مسله یې داخلي مسله ده او د دریمگړي مداخله نه مني.

له بلې خوا پاکستاني چارواکو د ولسمشر ټرمپ د وړاندیز هرکلی کړېدی.