شاته

پر نا انډولې بودجې د افغانستان د ورزشي فدراسیونونو نیوکه

په افغانستان کې ورزشي چارواکي، له ورزشي ادارو سره د مالي امکاناتو له پلوه حکومت په توپیري چلند تورنوي او وایي چې دغه کار د ځینو رشتو د پرمختګ مخه ډب کړې ده.

د افغانستان د کرکټ بورډ ترڅنګ د بېلابېلو ورزشونو ۵۴ فدراسیونونه د المپیک ملي کمېټې په چوکاټ کې فعال دي چې ترڅنګ یې له شلو ډېر نور ورزشي فدراسیونونه په غیر رسمي ډول فعالیت کوي.

د ازادي راډیو د موندنو له مخې د ورزشي بنسټونو د بودجې په کچه کې ډېر توپیر دی.

د افغانستان د المپیک ملي کمېټه او د بدنې روزنې ریاست په کال کې ۲۷۶ میلیونه افغانۍ بودجه لري چې څه باندې درې نیم میلیونه ډالر کېږي.

خو د کرکټ بورډ کلنۍ بودجه ۷ میلیونو ډالرو ته رسي چې د افغانستان د ۵۴ ورزشي فدراسیونو د بودجې دوه برابره کېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ
د افغانستان کرکټ بورډ

د دې پیسو نږدې پنځه میلیونه د کرکټ نړیواله شورا (ای‌.سي‌.سي) او يونیم میليونه ډالر یې د افغان دولت او پاتې یې د مالي ملاتړو له خوا برابرېږي.

د افغانستان بله مهمه ورزشي اداره د فوټبال فدراسیون دی چې کلنۍ بودجه يې نږدې يو میليون ډالر کېږي چې تقریباً نیمایي یې د بدني روزنې ریاست او ۵۰۰ زره یې د فوټبال نړیوال فدراسیون له خوا برابرېږي.

د ورزشي فدراسیونونو له ډلې یې د تیکواندو او ووشو چارواکي وایي، هغه مالي امکانات چې دوی ته ورکول کېږي، ډېر کم دي او ډېرکله له همدې امله آن لوبغاړي له نړیوالو سیالیو پاتې کېږي.

د ووشو فدراسیون رئیس سید الرحمن يورش وویل: ټول لوبغاړي پخپلو شخصي امکاناتو ځانونه رسوي، دولت په کوم لوبغاړي تر اوسه لګښت کړی، زموږ هغه لوبغاړي چې المپیکي او اسیايي مډالونه لري، هره میاشت يوازې زر افغانۍ اخلي، دا خو زیات توپیر لري او دا بې عدالتي ده.

همداراز د تکواندو فدراسیون د مطبوعاتو مسؤل ذبیح الله شهزاد وایي: کورنی ملاتړ چې نه وي، لوبغاړي نشي کولای چې مډالونه وګټي، زه داسې لوبغاړي پېژنم چې کراچۍ چلوي او ځانته امکانات پیدا کوي، په داسې حال کې موږ باید له هغه نه دا تمه ونه لرو چې هغه په نړیوالو میدانونو کې د افغانستان بیرغ ورپوي.

ښاغلی يورش او شهزاد وايي، د ووشو او تکواندو په شان يو شمېر فعالو فدراسیونو ته چې ښې لاسته راوړنې لري، باید د کرکټ او فوټبال په شان بودجه ځانګړې شي، ترڅو دوی په خپلو رشتو کې بنسټیز کار وکړي.

د تکواندو افغان لوبغاړې
د تکواندو افغان لوبغاړې

د دوی په خبره، حکومت باید لږ تر لږه هغو لوبغاړو ته میاشتني معاشونه ورکړي چې له نړیوالو سیالیو یې افغانستان ته مډالونه راوړي.

د افغانستان د المپیک ملي کمېټې رئیس حفیظ ولي رحیمي ازادي راډیو ته وویل، د ورزشي فدراسیونو او لوبغاړو شمېر ته په کتو د دوی بودجه ډېره کمه ده او خپل وړاندیز یې له ولسمشر سره شریک کړی دی.

د المپیک کمټې رئیس وویل، په اوسنۍ بودجې يوازې دومره کېږي چې لوبغاړو ته د سفرونو امکانات او نورې اړینې اسانتیاوې برابرې شي.

ده وویل: د بودجې وېش په دې ډول دی چې يوه برخه یې په مرکز او ولایتونو کې د ورزش ریاست د کارکوونکو معاشونه کېږي، بله برخه يې د بېلا بېلو ورزشي رشتو د ملي لوبډلې د لوبغاړو عصریې ته ځانګړې کېږي، دا شان د بودجې بله برخه د نړیوالو سفرونو لګښتونو او د لوبغاړو وسایلو او لباس ته بېلېږي.

درې تنه افغان لوبغاړي چې د جنوبي اسیا له سیالیو یې هېواد ته د سرو زرو مډالونه راوړي
درې تنه افغان لوبغاړي چې د جنوبي اسیا له سیالیو یې هېواد ته د سرو زرو مډالونه راوړي

د افغانستان د فوټبال فدراسیون چې څو ښځینه او نارینه ملي لوبډلې لري، یوازې د ملي لوبډلې په تشکیل کې لوبېدونکو ښځینه لوغاړي یې معاش لري چې د میاشتې سل ډالره کېږي.

د فوټبال فدراسیون سکرتر جنرال فضل محمد شهاب وايي، د دوی اداري تشکیل او په نړیوالو سیالیو کې یې د بېلابېلو ملي لوبډلو ګډون ته په کتو دغه بودجه هم دوی ته بسنه نه کوي.

دی وایي: کومه بودجه چې موږ ته دولت، فیفا او يا پخوا سپانسرانو هم راکوله، ډېره کمه وه، موږ هر کال او هره ورځ د بودجې له کمښت سره مخ یوو، په دغو امکاناتو موږ نشو کولای چې د خپلو لوبغاړو ټولې غوښتنې پوره کړو او هغوی ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړو.

د فوټبال افغان لوبډله د تاجکستان له لوبډلې سره د سیالۍ په حال کې
د فوټبال افغان لوبډله د تاجکستان له لوبډلې سره د سیالۍ په حال کې

په افغانستان کې بله ورزشي رشته کرکټ دی چې په ورستیو کلونو کې یې د پام وړ پرمختګ کړی.

د کرکټ نړیوالې شورا غړیتوب ترلاسه کولو سره دغه اداره له مالي پلوه بډایه شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ په تېرو کلونو کې له اتیاوو زیاتو لوبغاړو ته په میاشتني ډول له ۳۰۰ سوو ډالرو نه تر ۳۰۰۰ زرو ډالرو پورې معاشونه ورکول، خو اوس ددغو لوبغاړو شمېر ۴۶ ته راټیټ شوی او په څلورو کټګوریو کې معاشونه اخلي.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل، د دوی هڅه دا ده چې لوبغاړو ته د فعالیت لازمې اسانتیاوې برابرې کړو.

ده وویل: د افغانستان د کرکټ بورډ بودجه د افغانستان د دولت او کرکټ نړیوالې شورا او له نورو مالي ملاتړو برابرېږي، موږ لوبغاړو ته په کافي اندازه معاشونه ورکوو.

د دې ترڅنګ د کریکټ ملي لوبډلې نوموتي لوبغاړي په نړیوالو سوداګریزو لیګونو کې له لوبېدو هم ښه عاید ترلاسه کوي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک
د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک

خو دا چې ولې د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي میاشتنی معاش لري او د نورو ورزشي رشتو اتلان چې له نړیوالو لوبو یې افغانستان ته مډالونه راوړي، هغوی ترې بې برخې دي، د المپیک کمېټې رئیس یې په اړه وویل: دا د فدراسیونو خپلو توانمندیو پورې اړه لري چې څنګه پرمختګ ته لاره هواروي او د کرکټ بورډ په څېر پر ځان بسیا کېږي. هیله لرو چې زموږ زیاتره فدراسیونونه پرمختګ وکړي او له نړیوالو کمپنیو او د خصوصي سکټور له لارې خپلې ادارې په پښو ودروي او لوبغاړو ته امکانات برابر کړي."

ښاغلي رحیمي وویل، د ورزش د نوي قانون له مخې چې د تصویب لپاره پارلمان ته لېږل شوی، یوازې مډال ګټونکو ورزشکارانو ته معاش ورکول کېږي.

افغانستان کې ورزشکاران معاش نه لري او ځینو ته د میاشتې یوازې زر افغانۍ د عصريې په نوم ورکول کېږي.

خو پر دغو کمو امکاناتو افغانستان په تېرو ۱۸ کلونو کې د ورزش په برخه کې د پام وړ پرمختګونه کړي او ورزشکاران یې په نړیوالو ډګرونو کې ځلېدلي دي. تېر کال دغو لوبغاړو له ۲۰۰ ډېر د سرو زرو، سپينو زرو او برونزو مډالونه ګټلي.

افغان لوبغاړی روح الله نېکپا
افغان لوبغاړی روح الله نېکپا

روح الله نیکپا چې په ۲۰۰۸ میلادي کال کې یې د چین په المپيکي سیالیو کې د افغانستان لپاره لومړنی مډال ګټلی، وايي چې ورزشي فدراسیونونه دې د لاسته راوړنو او فعالیتونو له مخې درجه بندي شي.

هغه ازادي راډیو سره خبرو کې وویل چې که د فدراسیونونو مډالونو ته په کتو بودجه ځانګړې شي، نو دوی کولی شي چې خپل فعالیتونه ښه تنظیم کړي.

خو د ځینو نورو په باور که د لاسته راوړنو له مخې فدراسیونونو ته بودجه به نظر کې ونیول شي، نو وروسته پاتې ورزشي ادارې به لا منزوي کړي.