د افغانستان د فوټبال ملي ټيم نن د قطر له ټيم سره سیالي کوي
د افغانستان د فوټبال ملي ټيم نن پنجشنبه په دوحه کې د قطر له ټيم سره مسابقه کوي.
دا مسابقه د ٢٠٢٢ میلادي کال نړيوال جام او د ٢٠٢٣ میلادي کال د اسيايي هېوادونو جام ته د غوراوي په هدف ترسره کېږي.
د افغانستان د فوټبال ټيم مطبوعاتي مسؤل شمس اميني په دې اړه ازادي راډيو ته وويل: سمه ده چې قطر يو پياوړى ټيم دى، خو زموږ لوبغاړو ويلي چې مسابقې ته چمتو دي او موږ غواړو د يوې ښې نتيجې لپاره د مسابقې ډګر ته ووځو.
د افغانستان او قطر د فوټبال ټيمونو ترمنځ دغه مسابقه نن پنجشنبه ماښام ترسره کېږي.