شاته

د انتخاباتي کمېسیونونو پخواني کمېشنران محاکمه شول

د اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د افغانستان د انتخاباتي کمېسیونونو ۱۰ پخواني کمېشنران په پنځه پنځه کاله تنفیذي بند محکوم کړل.

د دغه مرکز د ابتدائیه محکمې مشر شیر اقا منیب وویل چې دغو کمېشنرانو له خپلې دندې څخه ناوړه استفاده کړې او د کنړ ولایت د ولسي جرګې د پایلو پاڼې يې تغییر او تبدیل کړې دي.

ښاغلي منیب د يادې قضیې په اړه د پوره وضاحت، معلوماتو او ادعاوو اورېدو وروسته، چې نږدې دوه ورځې یې ونیولې د لومړنۍ محکمې پرېکړه داسې واوروله: "د کنړ ولایت د انتخاباتو د پایلو د فورمونو د تغییر په تور تاسو هر يو عبدالعزیز اریايي، عبدالبصیر فایز او حمیرا حقمل او تاسو هر يو ګلا جان عبدالبدیع صیاد، معاذالله دولتي، رفیع‌الله بیدار، عبدالقادر قریشي، حفیظ‌الله هاشمي، ملیحه حسن او وسیمه بادغیسي د جزا کوډ د ۴۳۲ او ۵۹ مادې پر بنسټ هر یو پنځه-پنځه کاله تنفیذي مجازات کړئ."

ښاغلي منیب زیاته کړه چې دا د یادو کسانو ابتدائیه محکمه ده او دوی کولای شي چې د استېناف غوښتنه وکړي.

ارشیف، په جوزجان کې یو معیوب کس چې د افغانستان په پارلماني ټاکنو کې رأیه ورکوي.

په بند محکوم شویو کمېشرانو کې اووه تنه‌یې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون غړي دي چې رئیس‌یې هم په‌کې شامل دی، دا شان د رئیس په ګډون درې تنه‌یې د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون غړي دي.

د افغانستان د انتخاباتي کمېسیونونو کمېشنران د ولسي جرګې د انتخاباتو د کمزوري مدیریت او د قوانینو څخه د سرغړونې په تور شااوخوا اووه میاشتې وړاندې له دندو لیرې او د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته وپېژندل شول.

خو د دواړو کمېسیونونو کمېشنرانو بیا دا ډول څرګندونې تل رد کړې دي او ویلي دي چې دوی په خپلو دندو کې ناغېړي نه‌ده کړې او تل‌یې قانون ته درناوی کړی دی.

خو اوس پوښتنه دا ده چې که د انتخاباتي کمېسیونونو پخواني غړي له خپلې دندې څخه د ناوړې استفادې او د رأیو د زیاتولو او کمولو په تور په زندان محکوم کېږي، نو ولې د ولسي جرګې هغه پایلې چې دوی اعلان کړي ومنل شوې او له مخې یې بریالي نوماندان ولسي جرګې ته لاړل؟

دې پوښتنې ته د حقوقي چارو پوه کبیر رنجبر داسې ځواب وايي: "يا دا پرېکړه سمه ده يا هغه دواړه نه‌شي کېدلای چې سم وي، دا دوی کمېشنرانو ته جزا ورکړه، د کمېشنرانو کړنې هم ناجایزې وې او نتیجه هم مثبته نتیجه نه‌وه چې ورته هېڅ توجه ونه‌شوه، زه فکر کومه چې د محکمې پرېکړه فاسده ده."

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې تېر پړاو ټاکنې چې د تلې په ۲۷مه او ۲۸مه نېټه وشوې پایلې یې شااوخوا څلور میاشتې وځنډېډې او د دغو ټاکنو پر مدیریت او شفافیت سخت انتقادونه وشول چې په پایله کې د دواړو کمېسیونونو کمېشنران له دندو لdرې او پر ځای یې نوي کمېشنران انتخاباتي کمېسیونونو ته معرفي شول.