شاته
افغانستان کې دوه امریکايي سرتېري وژل شوي
د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت وايي، په افغانستان کې یې دوه سرتېري وژل شوي. دا پېښه په داسې مهال ده چې متحده ایالتونه له طالبانو سره قطر کې د نهم پړاو خبرې کوي او امریکا د دې خبرو له لارې غواړي طالبانو سره جوړ جاړي ته په رسېدو خپل سرتېري له افغانستانه وباسي.