BBC
 شاته

عبدالله: داسې سوله نه منو چې د ټولو حقونه پکې خوندي نه وي

د افغانستان را روانو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند عبدالله عبدالله د کابل لویې جرګې په خیمه کې پخپله دویمه ټاکنیزه غونډه کې چې د ځوانانو لپاره وه، د ټاکنو په ترسره کېدو ټینګار کړی دی. د سولې بهیر ته په اشارې سره نوموړي وویل، سوله د هر افغان غوښتنه ده، باید د ټولو افغانانو حقونه پکې خوندي وي.