BBC
 شاته

طالبان: امریکا سره د سولې د هوکړه لیک ورځ نه ده ټاکل شوې

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالب استازو غړی امریکا سره د سولې د هوکړه لیک ورځ نه ده ښودلې او ویلي یې دي چې لا یې هم څه جزئیات پاتې دي. افغان حکومت تمه ښودلې چې د طالبانو او امریکا ترمنځ به ژر د سولې هوکړه لیک لاسلیک شي چې له هغې وروسته به د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مخامخ خبرو ته زمینه برابره شي.