BBC
 شاته

دار الامان ماڼۍ؛ د ۱۰۰ کلن تاریخ د هسکو او ژورو شاهده

د اماني دورې هغه ودانۍ چې د افغانستان د تېر سل کلن تاریخ په اوږدو کې د ټولو ښو او بدو ورځو شاهدې پاتې شوې، ځينو واکمنو پکې له اوسېدو خوند اخیستی، ځینو پکې سرونه بایللي او ځینو نورو بیا په بمونو او توغندیو ویشتلې. دارالامان او تاج بیګ ماڼۍ په دې موده کې څو ځلې ورانې او بېرته رغول شوې ده.