BBC
 شاته

د ټرمپ او قطر امیر تر منځ د افغان سولې پر موضوع خبرې شوې

د قطري سرچینو په وینا پرون د دغه هېواد امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني د امریکا د متحده ایالاتو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د افغانستان د سولې په اړه ټیلیفوني خبرې کړي دي. بل لور ته د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د سولې په اړه د اتم پړاو خبرې روانې دي.