BBC
 شاته

استیناف محکمې د ماشومې مهسا 'قاتلانو' ته ۳۰ کاله بند سزا تائيد کړه

د کابل استیناف محکمې د مهسا په نوم ماشومې د 'قاتلانو' لپاره د ۳۰ کاله بند حکم تایید کړ. دې محکمې په ننۍ (چنګاښ ۳۰) غونډه کې د مهسا د وژنې په تور دوه کسانو ته د ابتدایه محکمې حکم تایید کړ. د کابل ابتدایه محکمې د جوزا په پنځمه په علني ناسته کې دوی هر یو ته د ۳۰ کاله بند سزا اورولې وه