شاته

له ۱۳۵ ورځو وروسته پاکستان خپل هوايي حریم د ملکي الوتنو لپاره پرانیست

د افغانستان ملکي هوايي چلند ادارې اعلان کړی چې پاکستان له ۱۳۵ ورځو وروسته د افغانستان پرمخ خپل ملکي هوايي حریم پرانیستی دی. له هند سره د پاکستان د ترینګلتیا د ډېرېدو له کبله د هوايي حریم تړلو د هوايي چلند شرکتونو ته پاموړ زیانو اړولی. پاکستان تېره ورځ مازیګر اعلان کړی چې د خپل هېواد هوايي حریم یې د ټولو ناپوځي الوتنو لپاره پرانیست.