BBC
 شاته

طالبان: له خلیلزاد شنل شوې مسلې بل پړاو کې نهايي کوو

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اووم پړاو پرون په قطر کې پای ته ورسېد. امریکايي استازي، زلمي خلیلزاد ویلي له طالبانو سره تر ناستې وروسته چین ته تللی او له هغه ځایه به د مالوماتو ورکولو او سلا مشورو لپاره واشنګټن ته ځي. طالبان هم وايي، له خپلو مشرانو سره تر مشورې وروسته به د یادو ټکو د نهايي کولو لپاره بیا سره جرګه شي.