BBC
 شاته

غزني ښار کې طالبانو موټربم برید ۱۲ کسان وژلي

د افغانستان جنوبي غزني د والي دفتر وايي د غزني ښار شامیر سیمه کې د ملي امنیت یوې حوزې ته څېرمه موټربم برید شوی، چې تر اوسه دوی ته د ۱۲ کسانو د وژل کېدو او ۴۹ د نورو ټپي کېدو خبر ورکړی. سرچینه وايي، ډېری ټپیان د ښوونځي زدکوونکي دي. طالبانو ویلي، د برید هدف یې د ملي امنیت یوه مهم مرکز و.