شاته
ولسمشر غني پاکستان کې له ځینو چارواکو سره پر یولړ موضوعاتو غږېږي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني شاوخوا څلور نیم کاله وروسته نن په دوه ورځني سفر پاکستان ته رسېدلی او ددغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره یې کتلي دي. دا پاکستان ته د ولسمشر غني درېیم رسمي سفر دی او په داسې حال کې ترسره کېږي چې لا هم د دواړو هېوادونو خپلمنخي اړیکې بې خونده دي. ولسمشر غني به دې سفر کې له لوړي وزیر عمران خان او نور چارواکو سره ګوري.