BBC
 شاته

پر سعودي د حوثیانو برید کې یو کس وژل شوی او ۷ ټپیان دي

د سعودي په مشري د ټلوالې ځواکونو اعلان کړی چې د ابها په هوايي ډګر د حوثیانو برید کې یو کس وژل شوی او ۷ نور ټپيان شوي دي. د حوثیانو اړوند المسیرة خبري اژانس هم وړاندې ویلي و چې د حوثیانو اړوند بې پیلوټه الوتکې د سعودي په سویل کې د ابها او جازان هوايي ډګرونه په نښه کړي دي.