BBC
 شاته

د لوګر نیمایي وګړو ته روغتیایي چوپړونه نشته

د لوګر مرکز پل علم کې د یوازیني دولتي روغتون ډاکټران وایي، له وړتیا او امکاناتو څو برابره زیات ناروغان ورځي چې دوی ورته مناسب چوپړونه نه شي وړاندې کولی. د لوګر مرکزي روغتون ۱۱۲ روغتیایي کارکوونکي لري چې یوازې ۱۰ هغه یې متخصصین دي.