شاته

د ریاست پر سر ناندرۍ؛ د ولسي جرګې غړي لاس او ګرېوان شول

د افغانستان ولسي جرګې مشرتابه پر سر ناندرۍ نن هم د دې لامل شوې چې د جرګې غونډه له تاوتریخوالي سره بې پایلې ختمه شي. له پروګرام سره سم د یوې مشکوکې رای لپاره د رایو ورکړې پر ځای د ولسي جرګې غړو غونډه له ناندریو سره پیل کړه او ان له یوه بل سره لاس او ګرېوان شول.