BBC
 شاته

ولسمشر غني: افغان سولې لپاره دې نړیواله او سیمه ییزه ټلواله جوړه شي

افغان ولسمشر غني ویلي چې د افغانستان د سولې د هڅو د پاشل کېدو د ګواښ مخنیوي لپاره باید یوه سیمه ییزه او نړیواله ټلواله جوړه شي. د شانګهای د همکارۍ ټولنې سرمشریزې ته وینا کې هغه وویل چې له دې لارې به د سولې هڅې سره همغږې شي او د خبرو اترو لپاره به یو ټولمنلی چوکاټ جوړ شي.