BBC
 شاته

امریکا: په جوړجاړي د افغان کړکېچ اوارول سیمه کې زموږ لومړیتوب دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې، الېس ویلز، د دغه هېواد کانګرس ته ویلي، چې د خبر اترو له لارې د افغان کړکېچ اوارول، په سیمه کې د واشنګټن د تګلارې لومړیتوب دی. د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې په دې ټینګار وکړ چې که د افغانستان جګړه ختمه شي یا امریکا له افغانستان وځي، بیا هم امریکا غواړي چې له افغانستان سره ښې اړیکې ولري.