BBC
 شاته

تېرو درې ورځو کې ۴۹۰ طالب بندیان خوشي شوي دي

افغانستان د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز اعلان کړی چې د ولسمشر غني د فرمان په بنسټ په تېرو درې ورځو کې ۴۹۰ طالب بندیان خوشې شوي دي. ولسمشر غني د غبرګولي په ۱۳ یو فرمان صادر کړ چې ۸۸۷ طالب زاندانیان دې ازاد شي. د ازادېدونکو بندیانو په منځ کې داسې کسان هم شته چې په صعب العلاجه ناروغیو اخته دي.