BBC
 شاته

خلیلزاد: سولې بهیر نوي پړاو ته ننوځي؛ افغانان باید ډېر ښکېل شي

افغان سولې لپاره د امريکا ځانگړى استازى زلمى خليلزاد وايي د افغان سولې بهير يوه نوي پړاو ته ننوځي، نو افغانان بايد تر پخوا هر کله اوس خبرو کې ډېر ښکېل شي. د ښاغلي خليلزاد دا څرگندونې پلازمېنه کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د نوموړي له کتنې وروسته مخې ته راغلې.