BBC
 شاته

کرېکټ نړیوال جام ۲۰۱۹: د افغانستان او اسټرالیا تر منځ لوبه

انګلند او ویلز کې د کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان او اسټرالیا تر منځ چې له خپلې مخکینۍ اتلولۍ دفاع کوي، برسټول لوبغالي کې سیالي لږ وروسته پیلېدونکې ده. دا په روانو سیالیو کې د افغانستان لومړنۍ لوبه ده. اسټرالیا له دې مخکې دواړه تمریناتي لوبې ګټلې دي. افغانستان د دغې لوبې پچه ګټلې او د توپوهونې یا بېټینګ پرېکړه یې کړې ده.