BBC
 شاته

سیګار: افغان- امریکا پوهنتون کې لسګونه میلیون ډالر ورک شوي

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا څانګړی پلټونکی خپل تازه رپوټ کې وايي له ۲۰۱۲ کال راهیسې تراوسه له افغان- امریکا پوهنتون سره د امریکا د مرسته شوو پیسو ۶۳ میلیون ډالر "ورک شوي" دي، خو دغه پوهنتون یوه بیان کې د سیګار دا ادعا بې بنسټه بولي.