BBC
 شاته

کابل کې موټر بم چاودنې څلور کسان وژلي او درې ټپیان دي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل نهمې حوزې اړوند وزیرکلا سیمه کې موټر بم چاودنه شوې ده. د وزارت په وینا له چاودېدونکو توکو ډک موټر وزیر کلا سیمه کې د بهرنیو ځواکونو یو کاروان هدف ګرځولی. د وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي چې پېښه کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.