BBC
 شاته

کندهار کې د پنځو رومانیايي سرتېرو ټپي کېدل

د افغانستان په سوېل کې د پرېکند ماموریت د رسنیو مسوول وايي، د رومانیا پنځه سرتېري د جمعې په ورځ د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې ټپي شوي دي. له بلې خوا هلمند کې ځایي چارواکي وایې، د جمعې په ورځ ناوخته د دغه ولایت نوزاد ولسوالۍ کي یوې الوتکې د تخنیکي ستونزو له کبله بېړنۍ ناسته کړې ده .