BBC
 شاته

له ټاکلې مودې وروسته د ملي یوالي حکومت لومړۍ کاري ورځ او د کاندیدانو شورا ګواښ

نن له ټاکلې مودې وروسته د ملي یوالي حکومت د کار لومړۍ ورځ وه، چې د افغانستان سترې محکمې د حکم له مخې یې کاري موده تر راتلونکې اګست میاشتې غځول شوې. بل لور ته د افغانستان ولسمشرۍ ته د کاندیدو ۱۲ کسانو شورا د دغه حکومت د چارو دوام غیر قانوني بولي او د مدني نافرمانۍ او اعتراضي غونډه کولو خبره کوي.