BBC
 شاته

پر سعودي د ممکنه برید په تړاو مکه کې بېړنۍ سرمشریزې

د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبد العزیز آل سعود د خلیجي هېوادونو د همکارۍ شورا غړو او نورو عربي هېوادونو مشران دوو بېړنیو سرمشریزو ته وربللي، چې پر سعودي او عربي متحده اماراتو د ممکنه بریدونو په تړاو بحث وکړي. د سرمشریزو دا بلنه داسې مهال کېږي، چې په خلیجي سیمه کې د امریکا او ایران ترمنځ ترینګلتیا په ډېرېدو ده.