BBC
 شاته

د امریکا دفاع وزارت'غوښتل د طالبانو مرکچي پلاوي د سفر لګښت ورکړي'

د امریکايي کانګرس یوه غړي سلاکار وايي، د دغه هېواد دفاع وزارت غوښتل طالب استازو ته د سولې وروستیو خبرو کې د ګډون لپاره د سفر لګښت ورکړي. د یوه دیموکرات کانګرس غړي ویاند بي بي سي ته وویل، د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون د سږ کال لومړیو په دغه غوښتنه کې د خوړو او اوسېدو لګښتونو ورکول شامل وو.