BBC
 شاته

مسلمیار: له طالبانو سره خبرو ته د مرکچي ټیم لومړنی نوملړ چمتو شوی

د افغانستان مشرانو جرګې مشر بي بي سي ته وویل، د دغه نوملړ لومړۍ بڼه یې چمتو کړې او ښايي په را روانه اونۍ کې وروستی شي. افغان حکومت کابو مياشت وړاندې له طالبانو سره د پخلاينې عالي شورا په نامه داسې جوړښت رامنځته کړی و چې د سولې هڅې وڅاري او سرپرستي يې وکړي.