اردوګان ترکیه کې د کودتا هڅه وغندله
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان د کودتا د هڅې پیلېدو سره له رخصتیو استانبول ته ستون شوی او د کودتا هڅه یې غندلې ده.
نوموړی د استانبول اتاترک پر هوايي ډګر د خپلو ملاتړو منځ کې راڅرګند شو او دا صحنه پر تلوېزیون په ژوندۍ بڼه خپرېده.
تېره شپه د ترکیې د پوځ یوې ډلې د پوځي کودتا هڅه وکړه او واټونو ته له ټانکونو سره راووتل، خو اردوګان پخپله بېړنۍ لنډه وېډيويي وینا کې د کودتا دا هڅه یو ''خاینانه عمل'' وباله او د پوځ د چاڼولو ژمنه یې وکړه.
چارواکني وايي، د تېرې شپې کودتا هڅې لومړیو کې ۶۰ کسان ووژل شول چې ډېری یې ولسي وګړي دي، د کودتا په تور ۷۵۴ پوځيان ونیول شول.
د ترکیې لومړي وزیر بن علي یلدیریم ویلي، حالات تر ډېره تر کنټرول لاندې راغلي دي.
نوموړي پوځ ته د هغو چورلکو د ویشتلو امر کړی، چې کودتاچیانو ترې ګټه اخلي.
وړاندې، یوه چورلکه، چې کودتاچیانو پوځیانو ترې ګټه اخیسته، د انقرې پر اسمان د چورلېدو پرمهال د اردوګان د ملاتړو ځواکونو له خوا راوغورځول شوه.
پر همدې مهال، د پوځ د لوی درستیز جنرال هلوسي اکار او د ځمکنیو او هوايي ځواکونو د قومندانانو برخلیک ناڅرګند دی.
ویل کېږي چې جنرال هلوسي د یاغي پوځيانو له خوا یرغمل نیول شوی.
د پوځ د لومړي کنډک قومندان جنرال امیت دندار د چارسمبالي لوی درستیز په توګه ګومارل شوی.
د ترکیې ډېری ښارونو کې لاهم د ډزو د غږونو اورېدو خبرونه ورکړل شوي.
رپوټونه وايي، یاغي پوځیانو په ځینو سیمو کې خپلې وسلې د اردوګان ملاتړو پولیسو ته سپارلې دي.
د ۶۰ ځواکونو یو تسلیم شوی قومندان، چې د استانبول د بوسفورس پله پر سر یې ځان ټینګ کړی و، د شنبې په ګهیځ پر تلوېزیون په ژوندۍ بڼه وښودل شو.
د استانبول اتاترک هوايي ډګر دا مهال د پوځ په واک کې دی او له څو ساعتونو وروسته بېرته الوتنې پیل شوې دي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د کودتا هڅه "د ترکي خلکو په یووالي او ثبات ناکامه شوه. زموږ ولسمشر او حکومت مسؤول دي".
"د ترکیې پوځي ځواکونه په هېڅ ډول د کودتا په دې هڅه کې ښکېل نه وو. د کودتا هڅه د پوځ د یوې ډلې له خوا وشوه، چې د خلکو له خوا زړور ځواب ورکړل شو".
لا تر اوسه څرګنده نه ده چې د کودتا مخکښي چا کوله او څومره ملاتړي یې لرل.
پوځيان د استانبول په ستراتیژیکو سیمو کې لیدل شوي، او د انقرې پر ښار ټیټې جیټ الوتکې چورلېدې.
د استانبول تقسیم میدان ته څېرمه د دوو لویو چاودنو غږونه هم اورېدل شوي.
انقره کې د پارلمان ودانۍ کې هم د چاودنو رپوټونه ورکړل شوي. ویل کېږي چې وکیلان په الماریو کې پټ شوي وو.
د سي اېن اېن ترکی خبریال پوځيانو د ژوندي پوښښ پرمهال نیولی او خپرونه یې غوڅه شوې ده.
په واشنګټن کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما ترکیه کې له ټولو ډلو غوښتي چې په "دیموکراټیک ډول د ټاکل شوي حکومت" ملا وتړي.
ناټو هم له ترکي دیموکراټیکو بنسټونو د "پوره زغم" غوښتنه کړې.
د اروپايي شورا مشر ډونالډ ټسک ویلي، ترکیه د (اروپايي ټولنې مهم غړی دی): "موږ ترکیه کې د اساسي قانون مطابق د واک ټینګېدو غوښتنه کوو".
'موازي جوړښت'
د شنبې په ګهیځ وختي ولسمشر اردوګان استانبول کې ژمنه وکړه چې پوځ به چاڼ کړي:
''هغه کسان چې په ټانکونو سپاره بهر ته راوتلي بېرته دې خپلو ځایونو ته ولاړ شي''.
نوموړي د کودتا مخکښانو ته د "ترهګرو" له توري کارولو ډډه وکړه.
وړاندې، اردوګان سي اېن اېن ته پر موبایل تیلیفون ویلي وو، چې دا کار د داسې یوه "موازي جوړښت" هڅه ده، چې ځوابول یې مهم دي.
وړاندې نوموړي ویلي وو، چې امریکا کې مېشت او تبعید شوی ترکی فتح الله ګولن د اړدوړ جوړولو مسؤول دی.
خو ښاغلي ګولن په یوه ویناپاڼه کې دا رد کړې چې ګني د ترکیې له نویو پېښو سره دې کوم تړاو ولري:
"زه دا غندم، په ډېرو ټینګو ټکو ترکیه کې د پوځي کودتا هڅه غندم".
ښاغلي اردوګان له خلکو غوښتي چې د کودتا د هڅې پوره ناکامېدو پورې له واټونو نه خپلو کورونو ته ستانه نه شي:
"زه له ترکي خلکو غواړم چې په عامه واټونو او هوايي ډګرونو کې ځانونه ټینګ کړي. زه هېڅکله د خلکو د پیاوړتیا په شان بل بل قوت نه وینم".
د ترکیې پوځي کودتاوې
- ۱۹۹۳– د "پټې کودتا" په نامه هڅې وشوې، چې د کردي کارګرو له ګوند (پ ک ک) سره د سولې هڅې ناکامې کړي
- ۱۹۸۰- د ښي اړخو او کیڼ اړخو ډلو ترمنځ له نښتو وروسته پوځي کودتا وشوه
- ۱۹۷۱- پوځي کودتا وشوه، چې واټونو ته پکې ټانکونه هم راوایستل شول
- ۱۹۶۰- ځوانو پوځيانو د قوماندې له مرکز بهر په دیموکرات ډول د ټاکل شوي دیموکرات ګوند ضد کودتا وکړه