BBC
 شاته

"د ولسي جرګې ۱۷مه دوره راتلونکو څو ورځو کې پرانیستل کېږي"

په افغان حکومت کې سرچینو بي بي سي ته د دوشنبې په ورځ وویل، چې په نږدې ورځو کې(ممکن پنجشنبه) د ولسي جرګې ۱۷ پړاو پرانیستل شي. د ولسي جرګې د دې پړاو لپاره ټاکنې له نږدې درې کلن ځنډ وروسته وشوې او پایلې یې له نږدې شپږ میاشتني ځند وروسته اعلانېږي.