شاته

د کلکاني د ښخولو د ځای پر سر شخړه لاهم روانه ده

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم ویلي، چې د شهرآراء په غونډۍ باندې به هیچا ته د مړو د ښخولو اجازه ورنکړي.

ښاغلي دوستم ویلي، د شهرآراء غونډۍ د افغانانو په ځانګړې توګه د ترک توکمو له پاره تاریخي ارزښت لري او باید په همدې حال کې پاتې شي.

د ښاغلي دوستم یو ویاند بشیر احمد تینج د پنجشنبې په مازدیګر وویل "هغه توافق چې زموږ فرهنګیانو د کمیسیون له غړو سره کړی دی، په داسې ډول دی چې د امیر حبیب الله مړی په کلوله پشته کې خاورو ته وسپارل شي. موږ هیڅ ډول ملاحظه یا منفي نظر د امیر حبیب الله په اړه نه لرو، ان موږ وړاندیز کوو، چې د کابل په یوه بله سیمه کې، لکه خیرخانه، کلوله پشته یا باغ بالا کې خاور ته یې وسپاري".

خو د حبیب الله کلکاني د بیا خاورې ته سپارلو کمیسیون غړي او د هغه سلګونه پلویان، چې لا هم د شهرآراء د غونډۍ لاندې له تابوتونو سره ولاړ دي ټینګار کوي، چې د حبیب الله کلکاني او د هغه د ملګرو مړي به په همدې غونډۍ کې خاورو ته سپاري.

عبدالرشید دوستم د شهرآراء په غونډۍ کې د حبیب الله خان کلکاني او د هغه د شپاړلسو نورو ملګرو د بیا ښخولو سره په داسې حال کې مخالفت څرګند کړی چې د بلخ سرپرست والي او د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیوي رئیس استاد عطا محمد نور له ښاغلي دوستم غوښتي چې د خلکو غوښتنو ته درناوی وکړي.

ښاغلي نور په خپله فیسبوک پاڼه کې ویلي "پر ځای ده چې د جمهوري ریاست محترم مرستیال د خلکو له ارادې او د حکومت له دستور څخه ملاتړ وکړي او هغه ته درناوی وکړي".

د حبیب الله کلکاني د بیا خاورې ته سپارلو کمیسیون، تیره شپه د کابل ښار د مرنجان په غونډۍ کې له یو ډله ایز قبر څخه په اولسو تابوتونو کې د یو شمیر جسدونو پاتې شوې برخې، چې حبیب‌ الله کلکاني او د هغه شپاړسو ملګرو ته منصوب شوي، راوویستلې او په عیدګاه جومات کې یې ورته د جنازې مراسم پر ځای کړل.

دغه مراسم وروسته له هغې له تاوتریخوالي سره مخ شول، چې د حبیب الله کلکاني پلویانو غوښتل د جسدونو پاتې شوې برخې د کابل ښار په شهرآراء غونډۍ کې بیا خاورو ته وسپاري، خو د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د پلویانو له مخالفت سره مخ شول.

د جنرال عبدالرشید دوستم ویاند بشیر احمد تینج امریکا غږ ته وویل، چې د شهرآراء د غونډۍ د ساتونکو او د حبیب الله کلکاني د پلویانو ترمنځ ډزو کې د غونډۍ یو ساتونکی وژل شوی او درې کسه ټپیان شوي دي.

د افغانستان د ولسمشر او د اجرائیه ریاست دفترونو د حبیب الله کلکاني د ښخولو په تړاو د حکومتي فرمان صادریدل ندي تایید کړي، خو ځیني فعالین ادعا کوي چې اجرائیه مشر ډاکټر عبدالله دوې ته دغه ډول فرمان ورکړی دی.\

په دې ترڅ کې هارون معترف چې ځان د ښځولو د مراسمو رئیس بولي وایي چې تابوتونه د شهرارا د غونډۍ سرته پورته کړای شوي دي او ښایي نن شپه او یا سبا سهار د حبیب الله کلکاني هډوکي بیا ښخ کړای شي.