BBC
 شاته

د پخلاینې مشرتابه شورا: د قطر غونډې ګډونوالو نوملړ پر سر ناندرۍ شته

د قطر پلازمېنې دوحې غونډې ته له یوې اونۍ لږه موده پاتې ده، خو لا هم د غونډې د ګډونوالو او په کې د مطرح کېدونکو بحثونو څرنګوالی نه دی نهايي شوی. ټاکل شوې وه چې دې چارې ته د پخلاینې د مشرتابه نوې جوړه شوې شورا نن 'شنبه د اپریل ۱۳' خپلې چارې بشپړې کړي، خو داسې ښکاري چې د اختلافونو له کبله دا کار ځنډیدلی دی.