BBC
 شاته

زلمی خلیلزاد: پاکستان او قطر باید د طالبانو پسرلني عملیات وغندي

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي، ټول افغانان باید د طالبانو د پسرلنیو بریدونو اعلان وغندي. نوموړی لیکي، امریکا د حکومت په استازیتوب د طالبانو د پسرلنیو بریدونو اعلان غندي او پر پاکستان او قطر یې غږ کړی چې په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره د طالبانو دا اعلان وغندي.