شاته

کابل په پاکستان کې د میشتو افغان مهاجرو په راستنولو کار کوي

د افغانستان جمهور رئیس ویلي دي چې غواړي هیواد ته ټول راستانه شوي مهاجرین د شرعي جایداد خاوندان شي.

په پاکستان کې د میشتو افغان مهاجرو استازو او مشرانو د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني سره په ارگ کې وکتل او پر هغو ستونزو یې خبرې وکړې چې دوی ورسره هیواد د ستنیدو په پروسه کې مخامخ دي.

په دې غونډه کې په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال په خپلو خبرو کې وویل چې "افغان کډوال د اوږو بار نه، بلکې ولسي پانګه ده او دوی هوډ کړی چې د کډوالۍ، پردېسۍ او جلا وطنۍ له ستونزمن ژوند څخه په هېواد کې باعزته او ډاډمن ژوند ته را ستانه شي."

افغان مهاجرینو له جمهور رئیس څخه وغوښتل چې د مهاجرینو د وزارت په "پیچلیو" پالیسیو کې اسانتیا رامنځ ته شي او د ستنیدونکو مهاجرو سره مالي مرستې زیاتې شي. هغوی له جمهور رئیس نه دا هم وغوښتل چې د هغو افغان مهاجرو په ازادیدو کې همکاري وکړي چې په پاکستان کې د "کوچنیو جرمونو" په وجه زنداني دي.

د افغان مهاجرو د مختلفو صنفونو استازو له معارف او روغتیا څخه نیولي تر ترانسپورت او صنعت پورې ټولو خپل مشکلات د جمهور رئیس سره شریک کړل او د موجودو مشکلاتو حل او په بیرته راستنیدو کې یې د اسانتیاو غوښتنه وکړه.

ښاغلي غني ژمنه وکړه چې د ملي بودجې هغه برخه چې نه ده مصرف شوی د راستنیدونکو مهاجرو د ژوند د ښه کولو پر اساسي پروگرامونو باندې ولگوي. هغه وویل چې هره راستنیدونکې کورنۍ باید د شرعي جایداد خاونده شي.

په پاکستان کې شاوخوا دوه میلیونه افغان مهاجر اوسیږي چې یو شمیر یې د ملگرو ملتونو د مهاجرو په عالي کمیشنرۍ کې ثبت او راجستر شوي دي خو د مهاجرو زیات شمیر په پاکستان کې د اوسیدو هیڅ ډول سند نه لري.

یوه لویه ستونزه چې افغان مهاجرین ورسره مخامخ دي هغه د هغوی د منقولو او غیر منقولو جایدادونو انتقال دی چې د هغوی په وینا د افغانانو په زرگونو موټرې د پاکستانیانو په نوم دي چې باید افغان حکومت د افغانانو سره د ملکیت د سند په بدلون کې همکاري وکړي.

افغان مهاجر سوداگر هم شکایت لري چې د خپلو پاکستاني شریکانو څخه د خپل سهم او برخې په اخیستلو کې له ستونزو سره مخامخ دي. هغوی وایي چې یا یې سهم نه ورکول کیږي او یا هم د هغوی د برخې د پلورلو لپاره ډیر کمه بیه پیشنهاد کیږي.

ښاغلي غني له پاکستان څخه هیواد ته د افغان پانگه والو د سرمایی د انتقال په برخه کې په اسلام آباد کې افغان سفیر حضرت‌عمر زاخیلوال او د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي ته هدایت ورکړ چې د پاکستان د مالیې له وزیر سره گډ کار پیل کړي او په دې برخه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه گډه کمیټه جوړه شي.

جمهور رئیس وویل چې په اسلام اباد، پېښور، کویټه او نورو هغو ځایونو کې چې اړتیا یې لیدل کېږي ځانګړې کمېټې دې جوړې شي، چې د کډوالو د راستنېدو چارې همغږې او تنظیم کړي. هغه زیاته کړه، کوم را ستنېدونکي چې د مهاجرت کارتونه نه لري اساسي توجه به ورته وشي او د کډوالو وزارت به په دې هکله د ملګرو ملتونو کډوالو نړیوالې ادارې سره خبرې وکړي.

د راستنیدونکو د شمیر زیاتوالی

په دې ترڅ د افغانستان د مهاجزو او راستنیدونکو د چارو وزیر ویلي دي چې هره ورځ له ۴۰۰۰ نه تر ۵۰۰۰ پورې افغان مهاجر هیواد ته راستنیږي.

سید حسین عالمي بلخي وویل چې هغه شمیر افغان مهاجر چې د ملگرو ملتونو په عالي کمیشنرۍ کې ثبت او راجستر دي مالي مرستې ترلاسه کوي او د هغه په وینا هغوی چې سندونه نه لري د هغوی سره د مهاجرت د نړیوال سازمان له خوا ډیره لږه مرسته کیږي.

د وزیرانو د شورا په غونډه کې چې د راستنیدونکو مهاجرو او د داخلي بې ځایه شویو کسانو په هکله جوړه شوی وه ښاغلي بلخي د افغان مهاجرو د دوه چنده راستنیدو په اړه خبر ورکړ.

په دې ترڅ کې د افغانستان د ښار جوړولو وزارت ویلي چې په ٢٧ ولایتونو کې د مهاجرینو ۶۱ ښارگوټي شته چې یو شمیر یې بشپړ شوي او یو شمیر یې د کار لاندې دي.

د مهاجرینو د چارو وزارت مقامات وایي د راستنیدونکو مهاجرو د بیا میشت کولو لپاره د ننگرهار په ولایت کې د ٣٠ زره کورنیو لپاره دوه ساحې او د کابل په ولایت کې د پنځوس زره کورنیو لپاره درې ساحې په پام کې نیول شوي دي.