شاته

جنرال دوستم: زه څه کاره یم؟

د ارګ او اجرائیه ریاست ترمنځ له اخلافاتو وروسته، دا ځل د جمهوري ریاست لومړي مرستیال په حکومت کې دننه د بې عدالتیو پر سر نیوکې کړې دي.

جنرال عبدالرشید دوستم، چې د پنجشنبې ورځې پر سهار یې په خپل کور کې یو شمیر دولتي چارواکو او خپلو پلویانو ته وینا کوله، په مهمو دولتي پوستونو کې د برخې او په حکومت کې د صلاحیت نه لرلو پر سر نیوکې کړې دي.

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال وویل، چې په حکومت کې هغه ته د پام وړ ونډه نه ده ورکړل شوې او په مهمو پوستونو کې ګمارنې د ولسمشر له خوا کیږي.

هغه وویل "۹ کمیسیونونه په خپله ولسمشر اداره کوي، موږ مخالف یو، ولسوال، د امنیه قوماندان، د حوزې قوماندان، ټول چې ګمارل کیږي، باید ولسمشر یې لاسلیک کړي، دا عادلانه نه ده، موږ څه کاره یو؟ زموږ دنده څه ده"؟

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله د چهارشنبې په غونډه کې د مهمو دولتي پوستونو لپاره د اشخاصو د ګمارنې پر سر هوکړې ته رسیدلي دي.

اجرائيه ریاست وايي، له دې وروسته به ګمارنې د سیاسي موافقې پر بنسټ د اجرائیه ریاست په مشورې ترسره کیږي.

د ولسمشر لومړي مرستیال، د ملي امنیت په شورا کې د امنیتي کمېټې د یو ځای کېدو په اړه ناخوښي وښوده او وې ویل، چې د امنیتي کمېټي رهبري کول د هغه قانوني صلاحیت دی.

جنرال دوستم پر ولسمشر غني تور ولګوه چې یوه سیاسي لوبه یې په لاره اچولې او وې ویل، نه پوهیږي، چې ولسمشر به د هغه په صداقت کله باور وکړي.

هغه وویل "له ما څخه پوښتنې کیږي، چې ولې دفتر ته نه ځې؟ په هغه دفتر کې چې کاري صلاحیت و نه لرې، هلته څه کوې چې لاسلیک دې نه چلیږي".

جمهوري ریاست لا تر اوسه د جنرال دوستم د څرګندونو په غبرګون څه نه دي ویلي.

په حکومت کې دننه د ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله ترمنځ اختلافات او اوس د ولسمشر د لومړي مرستیال نیوکې د څه ښکارندويي کوي؟

د سیاسي علومو استاد علي امیري امریکا غږ ته وویل، د دغو اختلافاتو یوه برخه د افغانستان په دولتي جوړښت او په حکومت کې دننه روانې بروکراسي پورې اړه لري. د علي امیري پر وینا، افغانستان پخوا هم د واک په عملي کولو کې له ستونزو سره مخ وو او اوس هم دا ستونزه دوام لري.

هغه وویل "وروسته له هغې چې په نوي اساسي قانون کې واکونه ولسمشر ته ورکړل شول، د دغو صلاحیتونو تطبیقول په خپله په حکومت کې بروکراسي زیږوي، دا ټولې ستونزې د افغانستان د معیوبه سیاسي نظام طرحه کوونکي پورې اړه لري".

ټاکل شوې چې تر راتلونکو څلوېښتو ورځو د جنبش د ګوند کنګره جوړه شي.

جنرال دوستم خپلو پلویانو ته ویلي، چې وروستۍ پریکړه هغوي ونیسي، چې له کړاو او د ماشومانو د بازیچې په څیر په اوسني حکومت کې پاتې شي او یا له واکه ګوښه شي.