شاته
فېسبوک پاکستاني پوځ سره تړلي حسابونه بند کړل
د فېسبوک ټولنیزې شبکې اعلان کړی چې ۷۱۲ فردي حسابونه او ۳۹۰ هغه پاڼې یې بندې کړې دي چې د دوی په وینا، ناسم مالومات یې خپرول. په دې لېست کې ډېری اکاونټونه یا حسابونه د هند اپوزیسیون کانګرس ګوند او د پاکستان استخباراتو پورې اړه لري