BBC
 شاته

طالبانو د بدخشان ارغنج خوا ولسوالي ونیوله

بدخشان کې چارواکي وايي چې د دې ولایت ارغنج خوا ولسوالي طالبانو ولکه کړې ده. د دې ولایت د پولیسو ویاند ثناءالله روحاني د بي بي سي ځايي خبریال قربان علي همزي ته منلې چې طالبانو دغه ولسوالي نیولې او د ولسوالۍ د ودانۍ شاوخوا جګړه روانه ده.