BBC
 شاته

''هندي هوايي شرکتونو افغانستان ته الوتنې ځنډولې''

د افغانستان ملکي هوايي چلند ادارې مسوولین وايي، د هند پلازمېنې ډیلي ته د پاکستان له لارې د الوتنو اجازې نه موندلو له کبله ټولو هندي هوايي شرکتونو افغانستان ته خپلې الوتنې درولې دي. چارواکي وايي، د هند او افغانستان ترمنځ هوایي تګ راتګ لپاره د پاکستان هوايي حریم تړل کېدو له کبله افغانستان ته نژدې اته میلیونه ډالره زیان رسېدلی دی.