BBC
 شاته

د اردوګان له خوا د پوځ چاڼولو ۱۳ کلنو هڅو پایلې؟

Image copyright Reuters

واک ته له رسېدا وروسته، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان پوځ کې د هغو قومندانانو په چاڼولو لاس پورې کړ، چې د پوځي کودتا وېره یې ترې لرله.

په لومړیو کلونو کې د (ارګنکن) په نامه دوسیه رامخې ته شوه او د پوځ ځینې جګپوړي قومندانان یې د کودتا د هڅې په تور بندیان کړل.

ګڼو خلکو ددغو خبرونو په سموالي شک وښود، خو څارونکي په دې اند وو چې ددې دوسیې پایله کې اردوغان نور د هر ډول پوځي کودتا له غمه بېغمه شوی دی.

په وروستیو کلونو کې د اردوګان ملاتړي پوځ هغه ته خپله وفاداري وښوده.

د تېرې شپې د کودتا هڅه هڅه کې د پوځي یو جګپوړی قومندان او د پوځ لوی درستیز برخلیک ناڅرګند دی.

داسې انګیرل کېده، که کودتا ناکامه شي، اردوغان به پر ځان خپل باور ډېر کړي او ملاتړي به یې لا پسې قوي شي.

که څه هم کودتا کې د پوځ ګڼو کسانو ګډون کړی و، او داسې اټکل کېده چې د ترکیې پوځ او سیاسي ثبات به مخ پر ځوړ کړي.