BBC
 شاته

د مړه سمندر د اوبو مخ پر ځوړ کچه

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د مړه سمندر د اوبو مخ پر ځوړ کچه

12 جولای 2016 - 22 چنګاښ 1395 د خپرېدو نیټه 20:01 گرینویچ

د انسان تنده سمندر وچوي. د مړ سمندر په نوم د جهیل د اوبو کچه مخ پر کښته کېدو ده، دغه جهیل ته د روانو رودونو اوبه اوس د څښاک لپاره کارېږي.

د اسرایلو او اردون تر منځ جهیل چې مړ سمندر ورته وایي، ورځ په ورځ یې د اوبو کچه کښته کیږي.

کوم رودونه چې دغه جهیل ته له منځني ختیځه بهیږي اوس یې له اوبو د څښاک کار اخیستل کیږي. دغه جهیل په نړۍ کې د چاپېریالي خزانې یو دی چې اوبه یې ډیري مالګیني دي.

د رودونو د اوبو کمښت پر دغه سمندرګي بد اغېز پرې ايښئ.